هلال نړيوال تلويزيون

د هلال نړيوال تلويزيون شبکه يوه معياري او تخصصي رسنۍ، دغه شبکه د رسنيزې تشې د ډکون په خاطر ډول ډول سياسي، کلتوري، ټولنيزې او عقيدوي خپرونې جوړوي،د دغې رسنۍ خپرونې هېواد کې دننه او بهر د افغانستان ټولو خلکو او هغو کسانو ته، چې په پښتو او دري ژبو پوهېږي، د سټلايټ او ډيجيټل سيستم له لارې خپرېږي. د افکارو د سمون، د امت او ملت د يووالي، له ملي، اسلامي او اخلاقي ارزښتونو څخه د دفاع او د هېواد پالنې د روحيې د رامنځته کولو په برخه کې د ډول ډول خپرونو جوړول د دغې رسنۍ کاري لومړيتوب ګڼل کېږي. سره له دې په پوره ځواک، د مسلکي او ژمنو کارکوونکو، د پرمختللو او ماډرنو وسايلو او تجهيزاتو سربېره او د خپرونو د په زړه پورو طرحو پر مټ خپلو ليدونکو ته ډېر ځانګړي انځورونه خپروي.له هلال تلويزيون سره همکاري؛ د هېواد د راتلونکې معنوي رغښت کې ونډه اخيستل ده

اړوندې ليکنې

Leave a Comment

این سایت از اکیسمت برای کاهش هرزنامه استفاده می کند. بیاموزید که چگونه اطلاعات دیدگاه های شما پردازش می‌شوند.